نړۍ

په امريکا کې ديو بل تورپوستي وژل کيدل

واشنګټن بي بي سي  باختردزمري دمياشتې  ٢٩ :
دامريکا دسنت لونيس  ښار پوليسو يو بل وسله وال تور پوستى  وواژه او  ددې ويره شته  چې دغه  پيښه  دامريکا په دې سيمه کې  مظاهرې پراخې کړي.
دوه ورځې مخکې    دفرګوسن ښار پوليسو  يو اتلس کلن تور پوستى تنکى ځوان په ډزو سره وواژه .
له هغه وخت څخه تراوسه پورې  دفرګوسن ښار   په عمده توګه ددغې سيمې  دسپين پوستو پوليسو پرخلاف   له تاوتريخوالي   څخه دډکو مظاهرو ډګر دى.
دسنت لونيس ښارپوليسو اعلام وکړ  چې پرون دپوليسو  دوو تنو مامورينو په هغه سړي په ډزو سره  چې په دوى يې  چړه  را کاږلې  وه هغه وواژه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته