سیاست

دملګروملتودسازمان استازى : په افغانستان کې دسولې اوثبات د ټينګښت پراخ ملاتړ کوي

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٩  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان  له ځانګړي استازي تاداميچي يماموتو سره   په سپيدارماڼۍ کې دخپل کار په دفتر کې وکتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دملګروملتو دسازمان ځانګړي استازي دملګروملتو دسازمان مقر ته  دخپل سفر او دافغانستان په باره کې  ددغه سازمان په امنيت شورا کې  دخپلې وينا په باره کې دهېواد اجرائيه رييس ته رپوټ ورکړ  .
يماموتو  په افغانستان کې دسولې اوثبات  له ټينګښت سره  دملګروملتو دسازمان  او ددغه سازمان دغړو هېوادونو دپراخ ملاتړ په باره کې خبرې وکړې او هيله يې وکړه  چې  نړيواله ټولنه يوځل بيا په بروکسل کنفرانس کې  له افغانستان سره خپل ملاتړ څرګند کړي.
په دې  غونډه کې دهېواد اجرائيه رييس دګلبدين  حکمتيارپه مشرۍ  داسلامي
ګوند سره دسولۍ دموافقه ليک او دانتخاباتي نظام داصلاح په باره کې  دملي وحدت  دحکومت دموافقې په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته