ټولنه

څه دپاسه دوه سوه بېځايه شوې کورنى له کابل څخه خپلو اصلي سيموته ولېږدول شوې

کابل /د تلي ١٣مه/باختر
د کندز او بغلان د ولايتونو ٢١٥بېځايه شوي کورنى د کابل له نوې پارک څخه په خپله خوښه خپلواصلي سيموته بېرته ستنې شوې .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د کابل د مهاجرينود چارو رييس قاري عبدالمتين رحيم زي وويل: د ٢١٥ کورنيو له جملې څخه ١٣٢کورنى له کندزاو ٨٣کورنى له بغلان ولايت څخه دي .
هغه زياته کړه، هرې کورنى ته چې له کابل ولايت څخه خپلواصلي سيموته لېږدول کېږي لس زره افغانۍ نغدې پيسې اود يونين ايد او افغان رضاکاروميرمنو د بڼسټ له خوا خوراکي توکي دهغوى په واک کې ورکول کېږي او د چمتو شويو ترانسپورتي وسايطو په واسطه خپلو ولايتونوته لېږدول کېږي.
د بېځايه شويو د دايمي حل لارې رييس مولوي شمال خان عثماني خپلواړوندو ولايتونوته له کابل ښارڅخه د بېځايه شويو د لېږدونې په اړه وويل چې د مهاجرينو د چارو وزارت هوډمن دى چې تر دريو اوونيو پورې له کابل ښار څخه د ولايتونو ټول بېځايه شوي کورنى خپلو ولايتونو او اصلي سيموته ولېږډوي.
-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته