سیاست

کابینې د طبابت اخلاقو مقررې طرحه په اصل کې تصویب کړه

کابل / د غبرګولي ۱۹مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې د ټولو غړو او والیانو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه.

د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ لومړی جمهوررییس غني د هیواد پر دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمنانو د وروستیو بریدونو د غندلو ترڅنګ په وزیر محمد اکبر خان جومات کې د استاد مولوي محمد ایاز نیازي د شهادت په خاطر د هغه کورنۍ، د افغانستان خلکو، علمای کرامو او اکاډمیکې ټولنې په ځانګړي ډول کابل پوهنتون سره خپله غمشریکي وکړه؛ شهید نیازي ته یې د فردوس جنت او وارثینو ته یې د جمیل صبر دعا وکړه.

همداراز جمهوررییس دیني عالم  خلیفه صاحب نوین سید عبدالرحیم عاصمي د وفات په مناسبت د هغه کورنۍ او د عامې روغتیا وزارت د هغو کارکوونکو چې کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې قرباني شوي دي، کورنیو ته خپل د تسلیت مراتب  څرګند کړل.

جمهوررییس د عامې روغتیا رهبرۍ ته لارښوونه وکړه چې د یادو طبي پرسونل وارثینو ته د هغوی د حقوقو ورکړې په اړه د کابینې د پخوانیو غونډو د لارښوونو پر اساس عاجل اقدام وکړي.

په همدې ترتیب، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو د لېږدونکي موټر د سوځېدو بوږنوونکې پېښې له امله د خپلې ژورې خواشینۍ مراتب څرګند کړل، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څخه یې یادې پېښې ته د رسېدنې او تعقیب له امله مننه وکړه او له ډیپلوماتیکې لارې یې د دې پېښې په تعقیب ټینګار وکړ.

په همدې ترتیب جمهوررییس ایران ته د هیوادوالو د مشروع تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه په مناسبو لارو چارو هم ټینګار وکړ.

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس د جمهوري ریاست لومړي مرستیال، کابل ښاروال او والیانو څخه خلکو ته د پخې ډوډۍ د وېش برنامې د ښه مدیریت له امله مننه وکړه، دغه برنامه یې پایته رسېدلې اعلان او څرګنده یې کړه چې راتلونکې برنامه، د (لاسرسي یا دسترسی) برنامې په نوم د کومکي بستې په بڼه وي چې په دوو مرحلو؛ لومړی په ولسوالیو او وروسته په ټولو ولایتونو کې خلکو ته د مرستو رسولو په موخه د دولت له لوري پیلېږي.

جمهوررییس د ولایتونو د ستونزو لمنځه وړلو او د ستونزو د حل په برخه کې د راپور وړاندې کولو لکه د حواله جاتو په اجراآتو کې ځنډ، د وزارتونو او دولتي ادارو د رییسانو د تقرر نشتوالی او د تدارکاتي بهیر د ستونزو په اړه اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وکړې او سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته یې دنده وسپارله چې په هرو دوو اونیو کې د زونونو پر اساس د ولایتونو د ستونزو کاري راپور ترتیب او توحید کړي او د حکومت د رهبرۍ غونډې ته یې وړاندې کړي.

د اجنډا مطابق، عدلیې وزیر د طبابت اخلاقو مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، دغه طرحه د ناروغانو د حقوقو د تامین او خوندیتوب، د روغتیایي پرسونل د حقوقو د ملاتړ او مسلکي خوندیتوب، د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو ښه والي، د ډاکترانو د مسلکي او روزنیزو پروګرامونو د پراختیا او لوړولو په موخه ترتیب او پړاوونه یې عملي شوي دي.

کابینې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته؛ د طبابت اخلاقو مقررې طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه د کابینې غړو اصلاحي نظریاتو ته په پام د اړوندو بنسټونو په ګډون کمېټه کې تصحیح او نهایي کړي.

په همدې ترتیب، عدلیې وزیر د نرسانو او قابله ګانو شورا د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې په پرنسیب کې تصویب کړه او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه د کابینې غړو اصلاحي نظریاتو ته په پام تصحیح او نهایي کړي.

ورپسې؛ د هرات والي د هیواد د نورو والیانو په استازیتوب د ویډیو کنفرانس   له لارې په ولایت کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه د عمومي وضعیت راپور او د ملي پروژو بهیر د چټکتیا څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

هغه د ولایتونو غوښتنو او وړاندیزونو ته د ځواب وینې په موخه د رهبرۍ په کچه د مالیې او عامې روغتیا وزارتونو او سیمه ییزو ارګانونو ادراې ترمنځ د ګډو کاري ډلو د رامنځته کېدو، د ویډیو کنفرانس له لارې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د اضطراري کمېټې په غونډو کې د امکان په صورت کې د والیانو ګډون ترڅو پر وخت د یادې کمېټې له تصمیمونو او د انکشافي پروژو د حرکت راوستو لپاره د حللارو موندلو په موخه د سکتوري وزارتونو، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې، مالیې وزارت، واليانو او اړوندو ولایتي رییسانو ترمنځ د ګډو غونډو ترسره کولو په اړه وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل.

کابینې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د اضطرار ملي کمېټه موظفه کړه چې د امکان په صورت کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه د ویډیو کنفرانس له لارې د کمېټې په غونډو کې د والیانو د ګډون زمینه برابره کړي.

همداراز عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه چې کرونا ویروس سره د مبارزې بهیر د ښه مدیریت په موخه د ولایتونو د ستونزو حل لپاره د والیانو له تجربو څخه د استفادې لپاره د ویډیو کنفرانس  له لارې له هغوی سره غونډې وکړي.

په دوام، کابینې د هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کرنیزو حاصلاتو په اړه د دولت اقداماتو ته په اشاره والیان موظف کړل، چې د کروندګرو د ستونزو  لمنځه وړلو او د هغوی کرنیزو حاصلاتو ته د بازار موندو په موخه د تولید کوونکو ټولنې جوړې کړي چې له هغوی سره په تفاهم لازم اقدامات وشي.

د غونډې په پای کې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هیواد کې په اوسني وخت کې د کرونا ویروس د خپرېدو عمومي وضعیت او په دې برخه کې د شته ستونزو، د روغتونونو او مراجعینو د ستونزو حل په موخه د کرونا اړوند روغتونونونو څخه د کتنې په برخه  کې معلومات غونډې ته وړاندې کړل او کابینې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست موظف کړ چې د روغتیا سکتور پر بودجې، د لومړیتوبونو تشخیص، د تدارکاتو او اړوندو نورو ستونزو لمنځه وړلو په موخه د بحث لپاره د عامې روغتیا او مالیې وزارتونو په موجودیت کې د حکومت د رهبرۍ ځانګړې غونډې جوړې کړي.#

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته