امنیت

دوه تنه له يو موټر سره چې په هغه کې چاوديدونکي توکي ځاى پرځاى شوي و په قندهار کي ونيول شول

کابل باختر د سلواغي څوارلسمه :
يو موټر چې  چاويدونکي توکي پکې ځاى پرځاى شوي و  په  قندهار ولايت کې دملي امنيت دمنسوبينوله خوا ونيول شو .
د قندهارد والي د ويندوى  د دفتر دمطبوعاتو مسوول باختر آژانس ته وويل :
دوه  تنه  چې تيره شپه يې غوښتل  يو موټر چې چاوديدونکي توکي  پکې ځاى پرځاى شوي و  د قندهار ښار ته وليږدوي دملي امنيت دمنسوبينو له خوا ونيول شول  او موټر يې ضبط  شو.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې  نيول  شويو کسانو په خپلو تحقيقاتو کې اعتراف
کړى دى   چې په  قندهارکې يې د ورانکارو  عملونو او په واټ کې په  ماين 
ښخولو کې لاس  درلود.
دغو کسانو دغه  راز ويلي دي  چې دغه مواد يې دطالبانو په امر قندهار ښار ته   دډار اچوونکو عملونو د  ترسره کولو په مقصد ليږدول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته