کابل باختر د سلواغې نهه ويشتمه :؛
د هرات ولايت لسو ښوونځيو په روان لمريز کال کې د بريتش قونسل د غوره ښوونځيو جايزې ترلاسه کړې .
د هرات ولايت دپوهنې رييس د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د بريتش قونسل دغوره ښوونځيو د جايزو د ترلاسه کولو په خاطر د هرات ولايت د ښوونځيو د برياليتوب له امله د هرات خلکو ته مبارکي وويله .
په دې مطبوعاتي کنفرانس کې چې دګټوونکو ښوونځيو آمرانو هم ګډون کړي و دهرات ولايت دپوهنې رييس پوهيالي عبدالرزاق احمدي دپوهنې د ودې بهير دکورنيو د هلوځلو او د خلکو او د مسوولو مقاماتو د همکارۍ نتيجه وبلله او څرګنده يې کړه، له ١٣٩٠ کال څخه تراوسه پورې په ټول افغانستان کې د بريتانيا د علمي او فرهنګي بنسټ برتيش قونسل په سلو کې څلويښت جايزې ترلاسه کړي دي .
احمدي دپوهنې په برخه کې دخلکو دمشارکت دکچې دلوړتيا خبر ورکړ او په دې برخه کې يې په لازياتې همغږۍ ټينګار وکړ .
ديادونې وړ ده چې دباغ نظر ګاه دهلکانو، دتجربوي د نجونو او هلکانو، دعلامه صلاح الدين سلجوقي د هلکانو، د استقلال ، پل رنګينه ، امام قخر الدين راضي ، سيفي ، جبرييل او د فتح د نجونو ښوونځي وکولاى شول چې د ١٣٩٦ کال لپاره دبريتش قونسل دغوره ښوونځيو جايزه ترلاسه کړي .
تيرکال هم دهرات اووه ښوونځي بريالي شوي و چې دغه مقام ترلاسه کړي .
ختم_ ج _ اکرم