١٢ – کا بلباخترد ليندى ٢٧ مــــــــــــــــــه
دسرې مياشتې دکاراتي ټيم د مرستون دجام د کاراتي دسياليولومړى مقام و ګاټه
دغه سيالۍ چې پرون مازيګر پاى ته ورسيدي دسرې مياشتې ټيم لومړى مقام اود ملت کلپ اود اف کې اى د ټولنې ټيمونو دويم او دريم مقا مو نه و ګټل
داولمپيک د ملي کميټې درسنيو مدير عبدالمحبوب سر وري دڅرګندونو له مخې دغه سيالۍ دنجونو او هلکا نو په ګډون يو سلو اويا تنو ورزشکارانو دځوانانو ، تنکيو ځوانانو او مشرانو په دريو کټګوريو کې د کابل ښار د اوو کلپونو ترمنځ دسرې مياشتې په ورزشي سا لون کې پيل شوي وي.
د يادونې وړ ده چې ددغو سياليو په پاى کې د مډالونو او کپونو په ورکولو سر بيره هغو ورزشکارانو ته چې په ازادو وزنونو کې سيالۍ کړي وې نغدي سوغاتونه هم ورکړ شول.