کابل باختر دکب څلورمه :
اته تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له سرحدي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه د ډيورنډ کرښې ته څيرمه دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې نوى له پاکستان څخه دغه ولايت ته ورغلي و .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل دغه وسله وال طالبانو نوى له پاکستان څخه دنورستان ولايت ته ورغلي و چې پرې بريد وشو .
ختم _ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ