امنیت

په پکتيکا کې د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل او مهمات ترلاسه شول

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧ نيټه
په پکتيکا ولايت کې پرون د ٢٠٣ تندر قول اردو د ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل او مهمات ترلاسه شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول فضل خدا ابراهيم خيل دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه عمليات د برملې ولسوالۍ د فقيرخېلو په سيمه کې ترسره شول چې په نتيجه کې ۲۰ متره ثانيه سوځوونکي، ١٥ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، د پرسونل ضد ماين، ٩٠ پټاقۍ، يوه پرتله او يوشمېر ګولۍ د تندر قول اردو د ځواکونو لاسته ورغلې دي .
ديوبل خبرله مخې:
د ميدان وردګو ولايت د سرې کلا په ساحه کې د وسله والو مخالفينو يو پټنځي د ٢٠٣ تندر قول اردو د توپچي ځواکونو له خوا دړې وړې شو او د دښمن ٥ موټرسايکلونه، يو کرولا موټر او د زيکو-یو ۴۸ ګولۍ دتندر قول اردو د منسوبينو لاسته ورغلې دي.
پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته