سیاست

جمهوررئیس غني: نیمروز به له چابهار سره وصل شي

کابل باختر دغويى دمياشتې ١نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نیمروز ولایت ته د خپل سفر پر مهال پرون ماسپښین په هغو مراسمو کې چې د دغه ولایت دبېلابېلو اقشارو، مشرانو، د مدني ټولنې فعالانو او متنفذینو په‌کې حضور درلود، ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه مراسم چې د نیمروز ولایت د آزادۍ په تالار کې جوړ شوي و، د نیمروز والي انجنیر محمدسمیع جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د بیا ښه راغلاست تر څنګ، په بېلابېلو برخو کې د سیمه‌ییزې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. 
هغه وویل، د نیمروز ولایت د ټولو میشتو قومونو ترمنځ همغږي شته او تل یې په یو غږ د حکومت له برنامو ملاتړ کړی دی. د نیمروز والي زیاته کړه، د نیمروز سیمه‌ییزې ادارې د متوازن انکشاف په برخه کې ټولو ولسوالیو ته پاملرنه کړې ده.
انجنیر سمیع زیاته کړه، په تېرو دوو کالونو کې په نیمروز ولایت کې د عوایدو له زیاتېدو سره په دغه ولایت کې ټولنیزه او اقتصادي وده رامنځته شوې ده. هغه د اصلاحاتو، د ځمکو غاصبینو سره مبارزه، ښې حکومتولۍ، د قانون حاکمیت، د بشري حقونو په رعایت او د یو پوهنتون په جوړولو کې د سیمه‌ییزې ادارې د جدیت یادونه وکړه.
هغه د خاشرو بند د سروې، له درېیمې درجې څخه دویمې درجې ته د ولایت د ارتقا، حاجیانو ته د سهیمې زیاتولو او د نیمروز ولایت د احصايې د تثبیت په برخو کې وړاندیزونه مطرح کړل. 
په دغو مراسمو کې، د ولایتي شورا رئیس بازمحمد ناصر وینا وکړه او له جمهوررئیس څخه یې د کمال خان بند د درېیم فاز کار د پرانیستو له امله مننه وکړه، وې ویل، نن مو په خپلې ملي ارادې سره د نیمروز خلکو ته تر ټولو ستر کار ترسره کړ، دغه اقدام مو ستایم او پرې ویاړم.
هغه د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ تر څنګ زیاته کړه، خلک چمتو دي چې د خپلو وینو په بیه د کمال خان بند په جوړولو کې هڅه وکړي.
هغه جمهوررئیس ته د تشکیلاتو په ځانګړي ډول پوځي برخه کې زیاتوالي، د ځنځیري قتلونو د عاملانو تعقیبولو او د دغه ولایت د امنیتي حالت د ارزونې په موخه د پلاوي لیږلو په اړه وړاندیزونه مطرح کړل.
همدارنګه، یو تن متنفذ عبدالغفور زوري او د ښځو د برخې فعالې شیما صدیقي او یو شمېر نورو جلا جلا خبرې وکړې او له جمهوررئیس څخه له دې امله چې نیمروز ولایت ته یې سفر وکړ او د کمال خان بند د درېیم فاز کار یې پرانیست، قدرداني وکړه.
ویناوالو وویل، د خلکو نیمه پیړۍ انتظار پای ته ورسېد او یوه مهمه برخلیک ټاکوونکې اقتصادي پروژه افتتاح شوه. همدارنګه هغوی په دغه ولایت کې د خاشرود بند د اوبو مهارول او مدیریت هم وغوښتل.
هغوی څرګنده کړه، د دغې ملي پروژې د کار پیلول د نیمروز ولایت د خلکو د پخواني ارمان پوره کېدل دي چې د افغانستان اقتصادي انکشاف او ودې سره مرسته کوي. همدارنګه هغوی په دغه ولایت کې په نورو بندونو د کار پیلول او سروې وغوښته.
ویناوالو، د روغتیا، معارف، بیکارۍ، ښځو سره د تاوتریخوالي، د لوړو زده کړو د فرصتونو، تحصیلي او تخصصي بورسونو نشتوالي، د حرفوي اقتصادي برنامو نشتوالي، د ظرفیت لوړولو او کارموندنې پروژو نشتوالي، د معیاري کلینیکونو او ورزشي لوبغالو نشتوالی په برخه کې مشکلات او وړاندیزونه مطرح او دغو ستونزو ته یې رسیدګي وغوښته.
جمهوررئیس غني په دغو مراسمو کې د وینا پر مهال، د نیمروز له خلکو له دې امله مننه وکړه چې د حکومت له برنامو یې ملاتړ کړی دی، وې ویل، تاسې د امنیت، ثبات او سوکالۍ مستحق یاست. هغه څرګنده کړه، نیمروز ولایت د ملي یووالی سیمبول دی، ځکه د هېواد د ۳۴ولایتونو خلک دلته په وحدت او یووالي د یو بل تر څنګ ژوند کوي.
جمهوررئیس وویل، په ټولو برخو کې دوامدار تحرک د هر ماشوم، ښځې، سپین ږیرې، عالم او ځوان افغان غوښتنه ده او دولت ژمن دی چې د خلکو دغو غوښتنو ته د انکشافي پروژو له لارې رسیدګي وکړي.
جمهوررئیس د کمال خان بند اهمیت ته په اشارې وویل، کمال خان بند یوازې نیمروزیانو ته ویاړ نه دی، بلکې دا د افغانستان ویاړ دی او د سیستان بیا احیا د هر افغان هیله ده. هغه زیاته کړه، د افغانستان په هره نقطه کې به د هر بند جوړولو وار را ورسېږي او په دغه برخه کې ټینګه اراده لرو.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، نیمروز به له چابهار سره وصل شي، چې د سیمې په اقتصادي وده کې به د پام وړ بدلون راڅرګند شي. هغه زیاته کړه: د ورېښمو د دویم پُل کار به هم ژر پيل شي چې نیمايي لګښت به یې حکومت په غاړه واخلي.
جمهوررئیس د افغانستان سټراټيژیک جغرافیايي موقعیت ته په اشارې وویل، افغانستان له مرکزي، جنوبي او اروپا سره وصل دی او ټولې دروازې د دغه هېواد په مخ پرانیستې دي. هغه زیاته کړه، سوکالي په سیمه‌ییزه همکارۍ کې تامینېږي او هر څوک چې د همکارۍ لاس را وغځوي، موږ یې همکار یوو.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، د نیمروز ولایت د حاجیانو سهمیه به زیاته شي او همدارنګه به دغه ولایت ته د قتلونو او جرایمو د ارزونې په موخه پلاوی ولیږل شي.
جمهوررئیس د نیمروز ولایت ښځو ته ډاډ ورکړ، چې په دغه ولایت کې به د ښځو د ځواکمنتیا پروګرام او ولسي تړون برنامو په پيلېدو سره  د دغه قشر ستونزې په ښه توګه وڅیړل شي او د حل لارې به یې ولټول شي. هغه وویل، باید ښځو سره د تاوتریخوالي په ضد مبارزه وشي، ځکه دا زموږ په اسلامي فرهنګ کې ځای نه لري.
جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه، تر اوسه د افغانستان د نفوسو دقیقه احصائیه نشته، خو ټول هېوادوال باید د برېښنايي تذکرو بهیر له پیلېدو سره سم تذکرې واخلي، چې واقعي نفوس تثبیت شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني له دغو مراسمو وړاندې د نیمروز ولایت د والي او نظامي منسوبینو په حضور امنیتي غونډه کې ګډون وکړ، چې د دغه ولایت په مقر کې جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې، امنیتي مسوولانو د یاد ولایت د امنیتي وضعیت په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ. هغوی ډاډ ورکړ چې په ټول توان سره به د دښمن په خلاف مبارزه کوي او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د خلکو امنیت ګډوډ او ژوند نارامه کړي.
جمهوررئیس غني د نیمروز ولایت د امنیتي راپور له اورېدو وروسته، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو، میړانې او قربانیو ستاینه وکړه او ټولو امنیتي مسوولانو ته یې لارښوونه وکړه چې د خلکو د ژوند په ساتلو کې هڅاند اوسي او دښمنانو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.
د یادونې وړ ده چې جمهوررئیس او ورسره پلاوی یې پرون ماښام بېرته کابل ته را ورسېدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته