سیاست

د مبارکي پيغام

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له خوا  دقرغزستان د جمهور رييس په توګه  دالماس بيګ  اتامبايوف  دټاکنې له امله ددغه هيواد  دجمهور رييس  په نامه  دمبارکي پيغام ليږل شوى دى .

 په پيغام کې ويل شوى دى خوښ يم  چې دافغانستان دخلکو په استازيتوب  دقرغزستان دجمهور رييس په توګه ستاسو دانتخاب  له امله دخپلو ښو او صميمانه مبارکيو مراتب  تاسو ته  وړاندي کوم .

  له شک پرته دقرغزستان  دجمهور رييس په توګه ستاسو برياليتوب ددغه هيواد  دخلکو دباور او  په تيرو پوستونوکې  دعالي جناب  د غوره  پروګرامونو دملاتړ ښکارندوى دى .

 قرغزستان  دافغانستان دخلکو  دوست او ورور  هيواد او دنړيوال تروريزم پرخلاف  دمبارزې په لاره کې زموږ دمهمو ملاتړو څخه دى .

  موږ په  دې ترڅ کې چې  دافغانستان او قرغزستان جمهوريت  ترمنځ  موجودو اړيکو اوهمکاريو ته دقدر په سترګه ګورو  په ټولو برخو کې دهغه  دپراختيا  او پياوړتيا  غوښتنه کوو .

  يوځل بيا  دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ستاسود برياليتوب  هيله کوم ،  ستاسي دروغتيا اوسلامتيا او دقرغزستان جمهوريت  دخلکو دترقي او  سوکالى  هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته