ټولنه

دخوړو په بدل کې دکار پروګرام په سمنګانو کې پنځوزرو تنو ته دموقت کار زمينه برابره کړې ده .

کابل باختر د ثور ٥

  په سمنګانو ولايت کې دخوړو په بدل کې دکار دپروګرام په پيلولو سره ددغه ولايت زرګونو تنو اوسيدونکو ته دموقت کار زمينه برابره شوه .

 دسمنګانو ولايت  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست دمطبوعاتو مسوول ثمر الدين شاهرخي  باختر اژانس ته وويل، دغه پروګرام  دنړۍ دخوړو دسازمان  په مستقيمې  همکارۍ سره پيل شوى دى او ټاکل شوې ده دسمنګانو  ولايت دمرکز يو ويشت کلي تر پوښښ لاندې ونيسي .

 دده دڅرګندونو له مخې، هغه پروژې چې په دغه پروګرام کې  ترکار لاندې دي داووه ديرشو کيلومترو په اوږدوالي دسړک ترميمول او کريړ اچول ، دولايت په مرکز کې دکليوالي سړکونو په دواړو  غاړو کې  داته شپيتو کيلومترو په اوږدوالي دويالو جوړول د ښار دبيلابيلو سيمو دويالو پاکول او دڅښاک داوبو د پنځو زيرمو جوړول شته .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددغه پروګرام  په پيلولو  سره له يوې خوا دسيمې خلکو ته په دغو  برخوکې اسانتياوي برابري شوي دي اوله بلې خوا سلګونو تنو ته دکار زمينه برابره شوې ده .

   خبرځاى زياته کړه ، هرکارګر ته  په يوه مياشت کې چې په دې پروژه کې کار کوي يو پنځوس کيلويي بوري غنم ، يو څلور ليتره ډبلي غوړي ، شپږ کيلو دال اونيمه کيلو مالګه ويشل کيږي .

 په دې پروګرام کې  پنځه زره کارګران شامل دي  په همدې حال کې سيمه ئيز مقامات ددغې پروژې  په تطبيقولو  سره بي وزلو  خلکو ته دکار زمينه برابرولى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته