خبرونهاقتصاد

په مکروریانو کې د پېژندپاڼو د وېش له لارې ۲۵ مېلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

 کابل، د ثور ۲۷ مه، باختر

په کابل کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې چارواکي وايي چې په لومړیو مکروریانو کې د پېژندپاڼو د وېش له لارې ۲۵ مېلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې د لومړيو مکروریانو د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش څانګه په ورځني ډول د شاوخوا ۱۲۰۰ تنو د غوښتنلیکونو د طی مراحل ظرفیت لري.

د لومړیو مکروریانو د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش څانګې عمومي مدیر محمد توفیق حقیار وايي، چې دغه څانګه د ۸۴  کارکوونکو په لرلو سره، چې ۲۰ یې ښځې دي، هره ورځ نارینه او ښځینه مراجعینو ته خدمتونه وړاندې کوي.

حقیار زیاتوي، چې د برېښنايي پېژند پاڼو وېش څانګې ته د غوښتونکي له مراجعې وروسته د هغه غوښتنلیک ارزول کېږي، بیا د هویت د تثبیت برخې ته راجع کېږي، د هویت له تثبیت او د مالیې له اخیستلو وروسته یې بایومټریک معلومات ثبت او برېښنايي پېژند پاڼه یې چاپ ته لېږل کېږي.

په خبره یې، د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش یاده څانګه د زېږېدنې د ثبت، د کورنۍ د پاتې غړو د ثبت، د تذکرې مثنی او د پېژند پاڼې د تجدید خدمتونه هم وړاندې کوي.

د حقیار په خبره، د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش څانګو د فعالیتونو له بیا پیلېدو سره، دغه څانګه توانېدلې، چې څه باندې ۸۶ زرو کسانو ته الکترونیکي تذکرې ووېشي او له دې درکه دولت ته څه باندې ۲۵ میلیونه افغانۍ عواېد هم را ټول کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش مرکزونه بېرته فعال شوي او خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته