کابل / د وري ۳۰ مه / باختر
د روزګان د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ده یک او درفشان سیمو کې د دوو ناچاودو سرګولولو په چاودنو کې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.
ناچاوده توکو پر ماشومانو د لوبو پرمهال چاودنه کړې ده.
د یاد ولایت امنیې قومندانۍ د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په زیات شمېر سیمو کې پخواني ناچاودي توکي اوس هم شته چې وخت ناوخت له خلکو ژوند اخلي؛ خو د اسلامي امارت چارواکي وايي چې له ماینونو د ډکو سیمو پاکول یې لومړیتوب دی.
ع