امنیت

په ننګرهار کې ديوه روغتون په وړاندې ځانمرګى بريد

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢٣:
په ننګرهار ولايت  کې ديوه ځانمرګي بريد له امله يو پوځي شهيد  او دښځو او ماشومانو په ګډون  ١٠ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
نن  له غرمې مخکې   د١١ بجو په شاوخوا کې يو ځانمرګى يرغلګر  ځان  د غني خيلو ولسوالۍ  دروغتون په وړاندې وچاوه .
درارسيدلو خبرونو له مخې ؛  يو تن سيمه ييز پوليس   په دې خاطر چې دملکي وګړو په لور ددغه ځانمرګي بريدکوونکي مخه ونيسي  هغه يې په غيږ کې ونيوه . ځانمرګي هم په همدې وخت کې په خپل بدن پورې تړلي چاوديدونکي توکي وچاول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل: په دې پيښه کې يو سيمه ييز پوليس شهيد  اودښځواو ماشومانو په ګډون لس تنه ملکي وګړي ټپيان شول . 
دغه ملکي  وګړي دسيمې اوسيدونکي او هغه کسان و چې دخپلو ناروغانو
دپوښتنې لپاره دغني خيلو ولسوالۍ روغتون ته ورغلي وو.
تراوسه پورې  ددغه ځانمرګي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى  خود ننګرهار ولايت سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل بولي.
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته