امنیت

يوولس تنه پوليسان په بيلا بيلو چاودنو کې ووژل شول

ارزګان باختر دچنګاښ ٥ مــــــــــــه

په ارزګان ولايت کې د ماين د چاود نې له ا مله پنځه تنه پوليسان اويوماشوم ووژل شول .

ويل کيږي چې په دى چاود نه کې يو بل پو ليس هم ټپي شوى دى .

دغه پيښه تيرماښام د چوري ولسوالۍ په مربوطاتوکې دپوليسو دپوځى ګزمې د تيريدو په وخت کې شوى دى .

دارزګان ولايت دپوليسو ويندوى فريدعايل له باختر ا ژانس سره په تيلفوني اړيکه کې دغه پيښه تاييد کړه .

ديو بل خبر له مخې،داروګان ولايت دسراب ولسوالۍ په سيمه کې ديو بم دچاودنې له ا مله شپږ تنه پو ليسان ووژل او درې تنه نور يې ټپيان شول.

دارزګان امنيتي مسو لين وا يي چې وسله والو طالبانو چاوديدونکى توکي په موټر سايکل کې ځاى پرځاى کړي و

عيني شا هدان وايي چې له دغې چاودنې وروسته يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوليسو پرځوا کونو ډزې و کړې خو سيمه ييزو مسوولينو دغه اد عا رد کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته