سیاست

ولايتونو ته دوزيرانو د کاري سفرونو دپروګرام مسوده وڅيړل شوه .

کابل باختر د زمري شپږمه :
دوزارتونو ددفترونو رييسانو او دوزيرانو شورا  ددارالانشا کارکوونکو  نن  په يوه غونډه کې   دهيواد  ولايتونو ته  دوزيرانو دکاري سفرونو دپروګرام  دمسودې په باب  خبرې وکړې .
  دوزيرانو شورا  ددارالانشا لوى رياست  باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په غونډه کې لومړى  دوزيرانو شورا  ددارالانشا لوى رييس  نصر الله  ارسلايي  ددغه پلان  او دوزارتونو  له اداري واحدونو سره  دنږدې اړيکو  دتامينولو ،  له حکومت سره  دخلکو دهمکارۍ  او دهغوى دستونزو  دحل کولو  په لاره کې  ولايتونو ته  دوزيرانو   دکاري سفرونو  داړتيا په باب خبرې وکړې  او هغو مشخصو ټکو ته  چې بايد دهغو په باب  په دغه کاري پروګرام کې  په ګډه  خبرې  او مشورې  وشي  اشاره وکړه .
  په غونډه کې  ددغې مسودې په باب  لازم غور  او خبرې اترې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته