امنیت

په تخارکې د ماين د چاودنې له امله يو تن ووژل شو

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
په تخار ولايت کې د سرحدي پوليسو په رنجر موټرکې د ځاى پرځاى شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړى شهيد او د دوو سرحدي پوليسو په ګډون څوارلس تنه نور ټپيان شول.
د تخار د والي ويندوى سنت الله تيموري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن غرمه د خواجه بهاو الدين په سيمه ييز بازارکې رامنځته شوه چې په ټپيانوکې ښځې او ماشومان هم شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته