ټولنه

دسمنګانو دمستوفيت ودانۍ جوړه شوه

کابل باختردلړم دمياشتې ١١ :
دسمنګانو ولايت دمستوفيت  نوې ودانۍ  نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دايبکو له ښار څخه دباخترآژانس  دخبريال دخبرله مخې :  دغه ودانۍ  دماليې وزارت  له پرمختيايي بودجې څخه ددريو مليونو افغانيو په لګښت دپنځه زره
متره مربع دولتي ځمکې په ساحه کې په دريو پوړونو کې  په يوه نيمه مياشت کې  جوړه شوې ده او ديرش اداري  خونې  ، دکنفرانسونو او غونډو سالونونه ،  دوسايطو تم ځاى ، شنه ساحه   او نور ضروري ملحقات لري .
دسمنګانو ولايت سرپرست خيرالله انوش ددغې ودانۍ  دپرانستلو په غونډه کې وويل : ددغې ودانۍپه جوړولو سره ددغه ولايت د مستوفيت د  ادارې دکارکوونکو ستونزې لرې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته