
کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر
جمهوررييس محمداشرف غني بلخ ته د خپل سفر په لړ کې نن له غرمې مخکې د لوړ پوړو امنيتي چارواکو په غونډه کې د بلخ او ګاونډيو ولايتونو د امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
دغه غونډه چې د بلخ ولايت په مقام کې جوړه شوه لومړى امنيتي چارواکو د بلخ او ګاونډيو ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او د دښمن د خووځښتونو د شنډولو لپاره يې خپل پلان له جمهوررييس سره شريک کړل.
دوى ډاډ ورکړ چې د دوى دهڅو په همغږۍ او همکارۍ سره د نظام په دفاع او د دښمن د توطيو شنډولو لپاره د خلکو په ملاتړ سره هر ډول قرباني ته چمتو دي.
محمد اشرف غني د دوى د ويناو او وړانديزونو له اورېدو وروسته د امنيتي او دفاعي ځواکونو د لوړ مورال او لوړ ظرفيت، اوهمدارنګه د دښمن پر وړاندې دهغوى مقاومت او متانت په خاطر مننه وکړه.
جمهوررييس زياته کړه چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو تمويل او تجهيز لپاره نړيوال مکلفيتونه په خپل ځاى پاتې دي او تاسو د حکومت د مشرتابه بشپړ ملاتړ له ځان سره لرئ.
\ ذ