فرهنګ

حسينه صافي دهېواد دتاريخي ابداتو او د فرهنګي شتمينو په زياتې ساتنې باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر د چنګاښ  پنځمه :
دکونړ ولايت يوشمير سپين ږيرو ، مشرانو او دخلکو  استازو نن داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له نوماندې اوسرپرستې حسينې صافۍ  سره په کتنه کې  دهېواد دتاريخي ابداتو اودفرهنګي ميراثونو ساتنې ته دلازياتې  پاملرنې  غوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې کتنه کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمالي اداري او ګرځندوى  دچارو معينې  پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  او په ولسي جرګه کې دکونړ دخلکو استازې  وږمې  صافۍ هم شتون درلود حاجي محمد انور سلطاني ، حاجي ستار خان  ، ډاکتر سلطان محمد عظيمي  ، مدير شريف خان  او  نعمت الله  کرياب دکونړ ولايت دمشرانو او مخورو په استازيتوب قومي متنفذالحا ج اجمل صافى په مشرى خبرې وکړې  او داطﻻعاتواوفرهنګ وزارت دنوماندې  او سرپرستې په توګه دحسينې صافۍ دموظف  کيدو له امله دې ته مبارکي وويله اوپه کاري  چارو کې يې ددې دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
دوى زياته کړه دوياړ ځاى دى چې دلومړي ځل لپاره له مشرقي څخه يوه ښځه او دغه راز دلومړي ځل لپاره يوه ښځه داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې اونوماندې په توګه ټاکل کېږي  اودغه راز دملي وحدت دحکومت له رهبرۍ څخه اوپه تيره بيا له جمهوررييس څخه مننه وکړه چې هغه  يې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دسرپرستې اونوماندې په توګه معرفي کړه .هغوى دهېواد دتاريخي ابداتو او لرغونو اثارو او دفرهنګي شتمنيو ساتنې ته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې  او نوماندې دلازياتې پاملرنې  غوښتنه وکړه اوڅرګنده يې کړه چې دتصويري رسنيو په خپرونو کې دې بايد اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ  ته زياته پاملرنه وشي او تصويري  خپرونې دې دهېواد دخلکو له حال او احوالو سره مناسبې عيارې شي .
دغه راز په ولسي جرګه کې دکونړ دخلکو استازې وږمې صاقۍ هم خبرې وکړې او ددې تر څنګ چې دحسينې صافۍ  دنوې دندې له امله دې ته مبارکي وويله  څرګنده يې کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهېواد دټولو خلکو دفرهنګ کور دى  او ټول خلک بايد په دې کور کې ځان وويني .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې او نوماندې حسينې صافۍ  دکونړ  ولايت له مشرانو ، سپين ږيرو او مخورو څخه مننه او  قدرداني وکړه او ويې ويل چې په فرهنګ کې دښځورول ډير ضروري دى اودغه راز دفرهنګ په وده کې ستررول لري  .
دحسينې صافۍ دڅرګند ونوله مخې نجونې بايد ښوونې اوروزنې ته وهڅول شي او بايد دناوړو دودونو، ( له ټاکلې وخت څخه مخکې د ودونو ، ولور او په بډو کې  دنجونو دورکولو )مخه ونيول شي .
افغانستان يوله هغو هېوادونو څخه دى چې په بېلابېلو سيمو کې  يې ډول ډول فرهنګونه  شتون لري او فرهنګي  اړيکې يې پاکې اوصادقانه  دي چې په هر لحاظ  دشرايطو تر اغيزې لاندې نه راځي
دې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفعاليتونود برخو په باره کې  چې فرهنګ او هنر ، خپرونې ، ګرځندوى او دځوانانو چارې پکې شاملې دي رڼا واچوله  او دغو برخو په تيره بيا  دهېواد دتاريخي ابداتو او دفرهنګي شتمنيو ساتنې ته دخپلې پاملرنې ډاډ ورکړ .
ختم_ عطاالله –اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته