امنیت

په کندز کې دطالبانو په الفتح عملياتو کې ددغې ډلې څلويښت تنه غړي ووژل شول

کابل باختر د وري ٢٥:
دوسله والو طالبانو په الفتح عملياتو کې پرون او تيره شپه  دخان اباد اوچهار درې په ولسواليو او د کندز ښارته څيرمه ددغې  ډلې څلويښت تنه  غړي ووژل شول .
  د  ٢١٧ پامير قول اردو قوماندان تورنجنرال نبي الله  ميرزايي  دباختراژانس خبريال ته خبرورکړ چې دوسله والو طالبانو دالفتح عمليات دکندز ولايت په ځينو برخو کې دامنيتي دفاعي ځواکونو  او دهوايي قوتونو  په ملاتړ  له مقاومت سره مخامخ شول
ده زياته کړه چې په دې پيښه کې څلويښت تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او څه دپاسه لس تنه نور ټپيان شول چې په وژل شويو او ټپيانو کې څوتنه قوماندانان هم شامل دي .
ويل کېږي چې دوسله والو طالبانو په دغو عملياتو کې لس تنه ملکي وګړي شهيدان او په لسګونو تنه نور ټپيان شول او ددغه ولايت اوسيدونکو ته مالي تاوانونه هم اوښتي دي .
  ختم_  سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته