نړۍ

په کشمير کې دهند او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې .

٢٣نوى ډيلي  باختر دزمري شپږ ويشتمه :
  دکشميرپه کنترولي کرښه کې  پرون دهندي او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښتو داوومې ورځې لپاره په خورو ورو ډزو سره دوام وکړ او ددواړو لورو دمتقابلو  ډزو له امله اته تنه ووژل شول اونولس تنه نور ټپيان شول.
دايرنا دخبر له مخې  دهند پوځي وياند مانيش مهتا اعلام وکړ چې پاکستاني پوځيانوپرون دبالابلوټ او پونج په سيمو په هندي پوځيانو  په ډزو سره دهند ترکنترول لاندې کشمير دسيمو شپږ تنه  اوسيدونکي ووژل او اوولس تنه نور يې ټپيان کړل .
پاکستاني پوځيانوهم په يوه  خبرتيا کې دنننيو  پيښو له امله دوژل شويوکسانو شمير دوه تنه او دټپيانوشمير هم دوه تنه اعلام کړل .
پرون هم په همدې سيمه کې ددواړو هيوادونودسرحدي ځواکونوترمنځ د ډزو له امله څلور تنه پوځيان وژل شوي او درې ويشت تنه نور ټپيان شوي وو.
ددواړو هيوادونوترمنځ داوربند له ټينګښت سره سره له ٢٠٠٣ ميلادي کال څخه تراوسه پورې  هندي او پاکستاني پوځيانوپه وار وار داوربند په ماتولو سره په يوبل ډزې کړې دي .
دکشمير په سيمه کې نښتې په داسې حال کې دوام لري چې ټاکل شوې ده ددواړو هيوادونوستر امنيتي سلاکاران دروان کال دوږي  په مياشت کې  په نوي ډيلى کې له يوبل سره ليده کاته اوخبرې اترې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته