سیاست

د جمهور رييس فرمان

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۱۳مه
د انتخاباتي شکايتونو کميسيون د غړو د ټاکنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني فرمان
د اعتراضونو او شکايتونو د څيړنې په مقصد د هېواد د اساسي قانون د  ١٥٦ مادې د حکم او  د انتخاباتو د نوي قانون د ٢٠ مادې د درېيمې  فقرې د حکم له مخې چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د  ١٣٩٧ کال  د سلواغې د مياشتې د درويشتمې نېټې د  ٣٤٦ ګڼه تقنيني فرمان په ترڅ کې توشيح شوى دى؛ په عدليې وزارت کې د ثبت شويو سياسي ګوندونو او په انتخاباتو پورې د اړوندو مدني ټولنو د بنسټونو له خوا د ۸۱ تنو کانديدانو له جملې څخه له انتخاب وروسته ۱۴ تنه يې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د انتخاباتو د کانديدانو له خوا په دې ډول وټاکل شول:
1. محمد قاسم الياسي، دپنځو کلونو لپاره؛
2. زهره بيان شينوارۍ، د پنځو کلونو لپاره؛
3. مولوي دين محمد عظيمي، د پنځو کلونولپاره؛
4. محمد يونس طغرا د درېيو کلونولپاره؛
5. سيد قطب الدين رويدار د درېيو کلونولپاره؛
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون د غړو په توګه منظور دي.
دانتخاباتي شکايتونو کميسيون ته معرفي شوي غړي  موظف دي  په خپله لومړى غونډه کې  ددغه کميسيون  رييس  مرستيال او منشي انتخاب او خپل فعاليت دې  دهېواد داساسي قانون او دانتخاباتو دنوي قانون له مخې پيل کړي
  ختم_ ج +_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته