خبرونهاقتصادTOPټکنالوژي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او ایراني پلاوي ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په موخه ناسته وشوه

 کابل، د تلې۱۹مه، باختر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني تېره ورځ په افغانستان کې د ایران له سفیر بهادر امینیان او د یاد هېواد د جهموري ریاست د نړیوالو تعاملاتو د علمي معاونیت د مرکز رییس ډاکټر قلعه نويي او راغلي پلاوي سره د مخابراتي سکټور د ودې او دوه اړخیزو همکاریو په موخه ګډه ناسته وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډیتوب او حسنه اړیکو پر اهمیت یې رڼا واچوله او په تېر یوه کال کې یې د سکټوري  او د اسلامي امارت پر عمده لاسته راوړنو خبرې وکړې او د وزارت په اړه يې مالومات وړاندې کړل.

په دغه لیدنه کې د ایران سفیر بهادر امینیان او مل پلاوي یې چمتووالی وښود، چې لېواله دي د ظرفیت لوړونې، زده کړو، مخابراتو، په افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوجۍ او محصولاتو د تولید او د دواړو هېوادونو د ټکنالوجۍ برخې متخصصینو د دوه اړخیزو تجربو د شریکولو په برخو کې مرستې وکړي.

د راغلي پلاوي له خبرو وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د دوی له همکارۍ او ژمنو څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د دواړو هېوادونو منافعو ته په کتو سره ګډه همکاري د دواړو لوریو په ګټه ده او راغلي پلاوي څخه یې د ظرفیت لوړونې، د بنسټونو رغونې د تجهیزاتو تولید او د نورو برخو سربېره افغانستان ته د بحر له لارې فایبر سره د نښلولو وړاندیز وکړ څو ایران هم وکولای شي د افغانستان د جغرافیوي موقعیت څخه په استفادې منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ته له ورته اسانتیاو برخمن شي.

د یادونې وړ ده، چې دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي او مسلکي معین پوهنیار احمد مسعود لطیف رای، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مشاور ښاغلي عطام محمد یاري، د افغان پوسټ محترم رییس رحمت الله مکي، د اترا ادارې ښاغلي رییس سید برات شاه آغا ندیم او د وزارت یو شمېر مسلکي او تخنیکي پرسونل هم ګډون درلود.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا