خبرونهټولنهTOPټکنالوژي

د مخابراتو وزارت د پابجي او ټيک ټاک د بندولو لپاره ضرب الاجل وټاکه

کابل، د وږي ۲۷مه، باختر

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت چارواکو د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره په ګډه ناسته کې، د ټیک ټاک او پابجي اپلکېشنونو د تړولو لپاره ضرب الاجل وټاکل شو.

په دغه ناسته کې چې تېره ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت او مخابراتي شرکتونو د مسولینو تر څنګ د کورنیو چارو، امربالمعروف نهی عن المنکر او د شکایتونو د اورېدو وزارتونو، د استخباراتو لوی ریاست، د برېښنا ریاست او چارو ادارې استازو هم ګډون درلود.

په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتي شبکو له استازو څخه د تېرې غونډې په هغو مواردو چې پرېکړه  شوې وه، د راپور د وړاندې کولو غوښتنه وکړه چې په ترتیب د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو خپل راپورونه وړاندې کړل.

همدا راز د اړونده، وزارتونو او ادارو مسلکي ټیمونو چې د پاپجي او ټیک ټاک د بندېدو لپاره یې مخابراتي شرکتونو سره ګډ کار ترسره کړی خپلې لاسته راوړنې او راپور سرپرست وزیر ته وړاندې کړې او مخابراتي شرکتونو ته یې هغه لارې چارې ورپه ګوته کړې چې د ټیک ټاک او پاپجي اپلېکشنونو په بندېدو کې ګټور تمامېدای شي.

د ناستې په پای کې له ګڼو بحثونو او خبرو اترو وروسته د مخابراتي شبکو د استازو سره په همغږۍ ټولو مخابراتي شرکتونو ته د ټیک ټاک د تړلو لپاره یوه میاشت او پابجي اپلکېشن د تړلو لپاره درې میشاتي ضرب الاجل وټاکل شو.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د پابجي اپلکېشن د بندېدلو پرېکړه د تېرې ادارې پر مهال شوې وه او د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د ټیک ټاک په ګډون د دواړو اپلکېشنونو د تړلو پرېکړه بیا تازه شوه، خو مخابراتي شرکتونو دغه پرېکړې د ستونزمن ګڼلو له کبله نه وې عملي کړې، چې بلاخره د حکومت له لوري ورته ضرب الاجل وټاکل شو.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا