نړۍ

د اروپا اتحاديې، له قاچاق وړونکي سره د مقابلې لپاره د ملګرو ملتو د سازمان د مرستې غوښتنه وکړه

بروکسل – بى بى سي – باختر د ثور دمياشتې ٢٢
د اروپا د اتحاديې د بهرني سياست مسووله فدريکا موګريني د مديترانې په سمندرګي کې د مهاجرينو د بحران د بې ساري والي په نسبت د خبرداري په ترڅ کې دغه بحران ته د ځانګړى ځواب د ورکولو غوښتنه وکړه.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:
ميرمن موګريني له هغو ډلو سره په مقابله کې چې له غير قانوني لارې مهاجرين اروپايي هيوادونو ته ليږدوي؛ د ملګرو ملتو د سازمان د مرستې غوښتنه وکړه.
د اروپا د اتحاديې د بهرني سياست مسوولې چې د ملګرو ملتو د سازمان په امنيت شوراکې يې خبرې کولې؛ وويل چې د اروپا د اتحاديې اساسي لومړيتوب د مهاجرينو د سر ساتنه ده. خو په همدې حال کې دې وويل چې له دغه بحران سره د مقابلې لپاره د حل کوډګرې لاره نه شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته