ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت دکانکور دازموينو درياست خبرتيا .

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
دلوړو زده کړو وزارت دکانکور دازموينو درياست خبرتيا .
دهيواد دمرکز او ولايتونو دليسو ټولو فارغانو او دشپې دکانکور دازموينې په شرايطو برابر نورو داوطلبانوته خبر ورکول کيږي چې دکابل پوهنتون اودشهيد استاد رباني دښوونې او روزنې دپوهنتون دشپې پوهنځيو لپاره نوم ليکنه د ١٣٩٢ کال دغبرګولي دمياشتې له پنځلسمې نيټې څخه دچنګاښ دمياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې په دغو ځايونوکې ترسره کيږي .
_ نارينه ازاد داوطلبان چې درسمي او دولتي چارو مصروفيت ونه لري دشهيد استاد رباني دښوونې او روزنې په پوهنتون کې .
_ نارينه ، ښځينه او دښځو دازادې برخې داوطلب دولتي کارکوونکي په کابل پوهنتون کې .
_ دشپې دکانکور دازموينې  داوطلبان دې دغه ټکي په پام کې ونيسي او دنوم ليکنې په مقصددې مراجعه  وکړي .
_ دلوړو، نيمه لوړو زده کړو دموسسو ، دمرکز او ولايتونو دمسلکي ليسو فارغان اوبرحال محصلان دشپې په ازموينه کې ګډون نه شي کولى ، که چيرې فورمه يې  ډکه کړى وى باطليږي  او په ازموينه کې نه شامليږي . دلوړو زده کړو  په موسسو کې دشموليت له لايحې سره سم دښوونځيو د ١٣٨٩ کال  او له هغه څخه مخکې د دولسمو ټولګيو فارغان دکانکور په ازموينه کې دشموليت  درې چانسونه او د ١٣٩٠ کال او له هغه څخه وروسته دښوونځيو ددولسمو ټولګيو فارغان دشموليت دوه چانسه لري .
_ دولتي داوطلب کارکوونکي دې دخپلې اړوندې ادارې دبرحالۍ تصديق دکانکور په ازموينه کې دشموليت په مقصد دنوم ليکنې په فورمه کې ولري  له دې پرته په ازموينه کې ګډون نه شي کولاي .
په ازموينه کې دشموليت دکارت دويشلو او دازموينې دورځې په باب  وروسته خبر ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته