امنیت

په روزګان ولايت کې ديوه غير مسوول وسله وال سړي نيول کيدل او ددوو تښتول شويو ماشومانو ازادول .

کابل باختر د چنګاښ  نهمه :
دروزګان ولايت امنيتي موظفينو درحيم الله  په نامه يو غير مسوول وسله وال سړى  دروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ  کې  ونيوه.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر چارواکي وايي چې رحيم الله په تروريستي بيريدونو ،وژنو او تښتونو کې لاس درلود او دترينکوټ  دخلکو سوله ئيز ژوند يې له خطر سره مخامخ کړي و .
ددغوعملياتو په  پايله کې   رحيم الله نومې ونيول شو اوله هغه څخه  څلور کلاشينکوفونه  ، دوه پيکا  ماشينګڼې يو جمر  او څلور موټرونه ترلاسه شوي دي او دوه ماشومان  چې دده له خوا تښتول شوي وو هم ازاد شول .  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته