کابل باخترد ليندى پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله په کابل کې دسويډن له سفير اندريس سابيرک سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو ، دافغانستان او سويډن دمتقابلو همکاريو ، په افغانستان کې دسويډن دکومکي او عمراني پروګرامونو او ددغو پروګرامونو دتطبيق دزمينو ، په افغانستان کې دسولې دخبرو او له افغانستان سره داروپا داتحاديې دمرستو په باب خبرې وشوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ