امنیت

د انتخاباتو په يو سيمه ئيز دفتر پنځه تنه بريدکوونکي ووژل شول

کابل باختر د وري پنځمه :
هغه يرغلګرچې د دارالامان په سيمه کې يې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په  ساحوي دفتر بريدکړى و؛ د هيواد د امنيتي ځواکونو له خوا وځپل شول.
د يوې پنځه کسيزې ډلې وسله والومخالفينو نن غرمه د انتخاباتو د کميسيون پرساحوي دفتر بريد وکړ او له امنيتي ځواکونوسره يې جګړه پيل کړه.
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي  نن له غرمې وروسته وويل چې دوه تنه پوليسان شهيدان او دوه نور يې ټپيان شول خوټول بريدکوونکي ووژل شول.
په همدې حال کې يوشمېر رسنيوخبر ورکړى وچې ددغه دفتر کارکوونکي يرغمل شوي دي.
دکورنيو چارو وزارت وياند دغه موضوع تاييد نه کړه ويې ويل: وروسته  به د دې پيښې د سر د زيانونو په اړوندجزئيات، د رسنيوپه واک کې ورکړي.
دغه راز ده وويل: سيمه د تصفيه کيدو په حال کې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته