(PS)خبرونه(PS)نړۍ

د مرکزي افریقا په ګابون هېواد کې پوځي کودتا شوې

بهرنۍ رسنۍ، د وږي ۸ مه، نړۍ

د ګابون د پوځ یوې ډلې نن چهارشنبې سهار مهال د دغه هېواد پر ملي ټلویزیون راڅرګنده شوې او د هېواد د واک ترلاسه کولو اعلان یې کړی دی.

په ګابون کې دغه پوځي کودتا وروسته تر هغې شوې، چې تازه یې د ټاکنو کمیسیون د دغه هېواد ولسمشر علي بانګو یو ځل بیا ولسمشر اعلان کړ.

کودتاچیانو د ټاکنو پایلې لغوه اعلان کړي او د دولتي ادارو د منحل او تر دویم امر پورې د پولو د تړلو خبر ورکړی دی.

د کودتاچیانو مشر دغه راز ویلي، چې دغه ګام یې په هېواد کې د سولې د ساتلو په موخه پورته کړی دی.

د راپورونو پر بنسټ د کودتا تر اعلان وروسته په پلازمینه لیبریویل کې د ډزو غږونه اورېدل شوي او ګڼ خلک د پوځ د کودتا پر ملاتړ سړکونو ته راوتي.

د افریقایي ټولنې هېوادونو تر اوسه د دغې کودتا په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت په یوبل افریقایي هیواد نیجر کې هم پوځي کودتا ترسره شوه او ولسمشر یې له واک څخه لرې کړی شو، چې د افریقایي او نورو هېوادونو له سخت غبرګون سره مخ شوه.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا