امنیت

لس وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ ١٧مه/باختر
لس وسله وال طالبان په زابل کې د پوځيانو په ځمکنيو او هوايي بريدونوکې ووژل شول او شپږ نوريې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو د تېرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې په شاه جوى او ارغنداب ولسواليوکې  د دوى په سنګرونوکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جکپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل  چې د پوځيانو په بريدونوکې ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نوريې ټپيان شول او له ټولو جنګي وسايلو سره يې د طالبانو څو سنګرونه ويجاړ شول.
ويل کېږي په بريدونوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبر له مخې:
د زابل پوليسو د دغه ولايت له ګن مېشتو لارو څخه د اتو ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته