کابل باختر دوري نهمه :
په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې په کندز ولايت کې دامنيتي ګډو ځواکونو په عملياتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په شمال ختيځ زون کې دپوليسو لوى قوماندان لوى پاسوال شير عزيز کامه وال دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ داسماعيل قشلاق په کلي کې دوسله والو طالبانو پرخلاف ترسره شول چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور سخت ټپيان شول .
ده زياته کړه :دوسله والو طالبانو دوه موټرسايکلونه دامنيتي ځواکونوله خوا ويجاړ او يوه اندازه جنګي وسايل يې په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي
دطالبانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ تر بشپړې پاکولو پورې عمليات دوام لري .
1 1 دقیقه لوستل