خبرونهټولنه

د مزارشريف ښاروال د ښار پر پاکولو ټينګار وکړ

 کابل، د زمري٢٤ مه، باختر

د مزارشريف ښاروال وايي چې د ښار پاکولو لپاره يې خپلې هلې ځلې  ګړندۍ کړې دي.

د مزارشريف ښاروال د دغې ادارې  د تنظيف کارکوونکو له خوا په ٢٤ساعته ډول د مزارشريف ښار د سړکونو پر پاکولو ټينګار وکړ او د ښاري نظم د تطبيقولو خبر ورکړ.

د مزارشريف ښاروال باختراژانس ته وويل چې د مزارشريف ښار د پاکولو لپاره ٢٥٠ تنه کارکوونکي په کار بوخت دي او هغوى  د ښار په ١٢ ناحيو کې په دوامداره ډول کثافات راټولوي او ټاکلي ځاى ته يي لېږدوي.

د مزارشريف ښاروال وايي چې دا ادره  ٣٣ نقليه وسایط په واک کې لري چې يوشمېر يې  له کار لوېدلي و خو  د دغې ادارې په هڅو سره بېرته ترميم او د کثافاتو په لېږدونه کې ورڅخه استفاده کېږي.

د مزارشريف ښاروال  د دغه ښار د سړکونو د پاکولو او د ونو خړوبولو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د اوبو درې ټانکرونه هره ورځ په ښار کې  موجودې ونې خړوبوي.

\  ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا