امنیت

په ننګرهار کې څوارلس کيلومتره کليوالى سړک ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

ننګرهار- باختر د ثور ١٦:
په ننګرهار ولايت کې څوارلس کيلومتره کليوالي سړک ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
  دغه سړک  په کامې ولسوالۍ کې  جوړ شوى دى . درارسيدلو خبرونوله مخې ددغه سړک  په جوړولو سره په سلګونو کورنيوته  دتګ راتګ په خاطراسانتياوې برابر شوي  دي . او په اسانه  ډول له نږدې لارې  دولسوالۍ له بازار سره ونښلول  شو .
دننګرهار ولايت دکليودبيا جوړولو اوپراختيا رياست يو خبرځاى باختراژانس ته وويل  چې دغه سړک دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت  دکليوالي لارو دجوړولو دپروګرام له  خوا  ديوسلو اووه شپيته مليونو افغانيوپه لګښت  جوړ شوى دى .
دننګرهار والي ګلاب منګل  ددغه سړک  دپرانستلو په مراسمو کې وويل  چې ددغه سړک په جوړولو سره  دتګ راتګ په خاطر  سلو کورنيو ته اسانتياوې برابر شوي دي .
ده  دخلکو دژوندانه  دښه والي او د اقتصاد اوکار په ښه والي کې  ددغه سړک جوړول ارزښتناک وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته