ټولنه

په پروان کې د نيالګيو د کېنولو کمپاين پيل شو

کابل / د کب ۳ مه / باختر
د “سولې او سمسورتيا نيالګي” په شعار سره د نيالګيو د کينولو کمپاين نن په پروان کې د لسګونو ډولي نيالګيو په ايښودلو سره پيل شو.
د پروان د ژوندانه چاپېريال ساتنې رييس عبدالمحفوظ کوهستاني باختر اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ژوندانه چاپېريال ساتنې رياست هر کال په پسرلي کې د نيالګيو د کېنولو کمپاين پيلوي، خو سږکال د هوا د تودوخې له امله دغه پروګرام يو مياشت مخکې پيل کړ.
د پروان والي فضل الدين عيار وويل چې د پروان سيمه ييزه اداره په پام کې لري چې د راتلونکي لمريزکال تر پسرلي پورې په دغه ولايت کې ۲۰ زره ډولي او ميوه لرونکي نيالګي کېنوي.
هغه د پروان له خلکو څخه وغوښتل چې د خپل چاپېريال د سمسورتيا لپاره يو نيالګى کېنوي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته