
کابل، د غوايي ۱۷ مه، باختر
د مزار شریف ښاروالۍ مسوولین وايي، چې په دغه ښار کې د ونو خړوبولو او سمسورتیا لپاره ۴۱ څاګانې کېندل شوې دي.
د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب الله طارق د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په تېر یوه کال کې د یاد ښار د ونو خړوبولو او سمسورتیا لپاره ۴۱ څاګانې کیندل شوې دي، دا په داسې حال کې ده چې په تېر حکومت کې په یاد ښار کې ۳ څانګې موجودې وې او د اسلامي امارت له بریا وروسته ۴۱ نوې څاه ګانې کیندل شوې دي.
جهانیار