امنیت

په ننګرهار کې د پنځو پاکستانیو په ګډون شپاړس طالبان ووژل شول

 کابل / د وږي ۱۲ مه / باختر
د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ په دوبندۍ او شرلال سیموکې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې د ۵ پاکستانیو په ګډون د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۶ غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان ځواکونو تېره شپه او پرون په شېرزادو ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره نښتې کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې په نښتو کې د ۵ پاکستانیو په ګډون د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۶ غړي وژل شوي او ۶ نور یې ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په نښتو کې یو سرتېری هم شهید شوی او درې نور یې ټپيان شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته