خبرونهټولنه

د مزار شریف ښاروالۍ اړوند اتمې ناحیې روان کال ۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د کب ۲۸مه، باختر

د مزارشریف ښاروالۍ د اتمې ناحیې آمریت مسوولین وايي، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته یې ۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د مزارشریف ښاروالۍ د اتمې ناحیې آمر صفت الله صادقي باختر آژانس ته وویل، چې د روان کال په ۱۱ میاشتو کې یې د ځایونو د پاکولو، دوکانونو ته جوازونو د ورکړې او کرایې راټولو له درکه ۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

صادقي زیاته کړه، چې د مزارشريف ښاروالۍ له بوديجې څخه د يو کيلومترو په اوږدوالي د نورخودا پر سړک د جغل اچول، د ۶۵۰ مترو په اوږدوالي دشت شور پر اووم سړک د جغل اچولو، د یو کیلومتر په اوږدوالي د بخدي پرسړک جغل اچول او د یو کیلومترو په اوږدوالي نوبهار پر سړک د جغل اچولو چارې شاملې دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې ناحیې عواید د تېر حکومت پرمهال ۳ میلیونه افغانۍ وو.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا