سیاست

دمنتخب جمهور رييس دلوړې دمراسمو دترسره کولو لپاره دولتي عالي کميسيون غونډه وکړه

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣ :
دمنتخب  جمهور رييس دلوړې دمراسمو دترسره کولو  د دولتي عالي کميسيون غونډه  نن له غرمې وروسته  دچارو  دادارې اودوزيرانو شورا ددارلانشا دلوى رييس اودلوړې دمراسمو  دترسره کولو  دعالي  کميسيون د ريييس صادق مدبر په مشرۍ د چارو دادارې  او دوزيرانو شورا ددارلانشا دلوى رياست دغونډو په تالار کې  جوړه شوه.
   دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارلانشا دلوى رياست داطلاعاتو او دعامه اړيکو رياست  باخترآژانس ته خبرورکړ  : له اجندا سره سم  دوسله وال پوځ لوى درستيز  اومنتخب جمهوررييس دلوړې دمراسمو دترسره کولو د امنيتي کميټې رييس سترجنرال شيرمحمد کريمې  ددغې  کميټې کاري پلان غونډې ته بيان کړ چې په پرنسيب کې تائيد شو او دغه کميټه موظفه شوه  چې  د وروستۍ غونډې له لارښوونې  سره سم دې  خپل کاري پلان  دکميسيون راتلوونکې غوندې ته وړاندې کړي.
وروسته دفرهنګي  کميټې مسوول   ددغې کميټې  دترسره شويو اجرااتو رپوټ  غونډې ته وړاندې کړ چې دتائيد وړ وګرځيد.
دغونډې په دوام دکابل ښاروالۍ دتنظيف رييس دبهرنيو چارو وزارت په وړاندې  دسړک دترميمولو  دکار دپيل  ، دبيرغونو دچمتو کولو  او دهوايي ډګر دسړک دتګلوري  تزئينولو په لاره کې  دلازمو تدبيرونو دنيولو په باب غونډې ته هر اړخيز معلومات وړاندې کړل چې دتائيد وړ وګرځيدل.
دمنتخب  جمهوررييس دلوړې دمراسمو دترسره کولو لپاره  دتياري کميسيون  درپوټونو له اوريدو وروسته دکميټو مسوولينو ته  ددوي په کاري استقامتونو کې  مشخصې دندې وسپارل شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته