کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١١
د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان تېره شپه د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د طالبانو په دوو تنو قوماندانانو مولوي قسيم او ملانقيب تېره شپه د هلمند ولايت د مارجه ولسوالۍ په شاکي کلي د پوليسو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
د تروريستانو دغو دوو تنو مشرانو د هلمند ولايت په مارجه ولسوالۍ او نورو سيموکې د ماين ښخولو، ترور او د تروريستي بريدونو په سازمان ورکولوکې ونډه لرله.
2 د یوې دقیقې څخه لږ