کابل باختر د ليندي څلورمه :
څلور تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار دغورماچ ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دفارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې په يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد په وخت کې ددغو پوځيانو له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ