کابل / دکب ٢١مه / باختر :
په کاپيسا کې د نيالګيو کينولو کمپاين نن پيل شو.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، دکاپيسا دکرنې او اوبو لګولو رياست دکب د شلمې د نيالګيو کېنولو د ملي ورځې په مناسبت ټاکل شوې ده په دغه ولايت کې پنځه څلويښت زره نيالګي کېنوي.
سرچينه زياتوي چې څه دپاسه اووه زره مېوه لرونکي او ډولي نيالګي د دغه رياست له خوابرابر شوي اوټاکل شوې ده دغه نيالګي د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې کېنول شي.
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ