کابل / دوري ٦مه / باختر :
دبادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ناتو ځواکونو په هوايي بريد کې د بالامرغاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال اخند زاده عبدال په ګډون څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
د بادغيس د ملي امنيت يوه مسوول باختراژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د پوځيانو پر پوستو د بريد په طرحه کولو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
ختم_ ج _ اکرم