امنیت

په هلمند کې دنويو نښتو له امله دنهوتنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له  پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه په ګرشک  ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان دهلمند ولايت دمرکز لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو  ددوو  ډيپوګانو په کشفولو  بريالي شوي او په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک  او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته