اقتصاد

د جمهوررئیس غني په حضورکې د کابل ښار د اوبو رسولو د لومړي نمبر پروژې قرارداد لاسلیک شو

کابل_باختر د زمري د مياشتې٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضورکې د کابل ښار د اوبو رسولو د لومړي نمبر پروژې قرارداد د افغانستان د اوبو رسونې شرکت او ښاري کانالیزاسیون او ممتاز ګروپ شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شول او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال هم حضور درلود، یاد قرارداد د افغانستان د اوبو رسونې شرکت او ښاري کانالیزاسیون او د ممتاز ګروپ شرکت رئیسانو انجنیر یلاني او عبدالبصیر لطیفي لاسلیک کړ.
د کابل ښار د اوبو رسونې لومړی نمبر پروژه د افغانستان د اوبو رسولو لویه پروژه ګڼل کېږي چې د المان  پراختیایي بانک یې تمویل او مدیریت کوي.
پر المان پراختیایي بانک سربېره د امریکا متحدو ایالاتو انکشافي اداره او د  فرانسې انکشافي بانک هم د یادې پروژې مالي ملاتړ کوي د دغې پروژې مالي لګښت چې په درې پړاونو کې بشپړېږي شاوخوا ۷۲ میلیون یورو دی.
د پروژې لومړی پړاو چې ممتاز ګروپ شرکت یې ترسره کوي، د ۱۱ میلیونو او ۱۴۱زره او ۸۰۸ ډالرو په ارزښت د امریکا متحدو ایالاتو انکشافي ادارې له بودجې تمویلېږي او ټاکل شوې چې په زر ورځوکې بشپړ شي.
د دغې پروژې په بشپړېدو سره به لس زره کورنۍ ۲۴ ساعته د څښلو پاکو اوبوڅخه برخمنې  شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته