ټولنه

په پنجشيرکې ديرش تنه ځوانان رضاکارانه کارونو ته چمتو دي

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٧
په پنجشير ولايت کې ديرشو تنو ځوانانو رضاکارانه کارونوته خپل تيارى اعلام کړ.
دغو ځوانانو چې په کابل کې د آزادې ډلې د نمايشاتو په نامه مرکزکې د دوو اوونيو لپاره زده کړې کړې دي؛ ټاکل شوې ده له دې وروسته په دغه ولايت کې په خپلو رضاکارانه فعاليتونو پيل وکړي.
د آزادې ډلې د نمايشاتو د مرکز يو مسوول سيدکريم ژوندون وويل: روزل شوي ځوانان له دې وروسته کولاى شي د پلان جوړولو، رهبرۍ او د رهبريت، حکمتوب ، تشريفاتو او په ټولنه کې د روزنې په برخوکې په وړيا او رضاکارنه ډول فعاليت وکړي .
د پنجشير ولايت د ځوانانو د چارو مسول روح الامين رحيمي وايي: اته تنه ښځې او نجونې هم په دغو ځوانانوکې شاملې دي.
په همدې حال کې دغه رضاکارو او روزل شويو ځوانانو د ځوانانو د آمريت او د آزادې ډلې د نمايشاتو له مرکزڅخه دخوښي دڅرګندونو په ترڅ کې وايي: موږ وياړو چې په رضاکارنه ډول خپلو خلکو ته خدمت ته چمتو يو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته