امنیت

‘-شپږسوه درې نوي تنه په هېوادکې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

-درې تنه بهرنيان او څلويښت تنه دولتي مامورين هم په نيول شويوکسانوکې شامل دي
کابل – باختر د وري دمياشتې ٨
د مسکراتو او د نشه يي توکو د جرمونو پرخلاف د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز خبرځايونو وايي: تېرکال ٦٩٣ تنه په ٥٣٤ پيښوکې د نشه يي توکو په اړوند له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا د دغو توکو د قاچاقو په وخت کې نيول شوي او د هيروينو د توليد لابراتوار هم ويجاړ شوى دى .
د مسکراتو او نشه يي توکو د جرمونو پرخلاف د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ويندوى احمد خالد موحد وويل: په نيول شويوکسانوکې ١٥ ښځې، ٣ تنه ايرانيان او ٤٠ دولتي کارکوونکي شامل دي چې د دغو زياتروکسانو دوسيې څيړلې شوې او د محکو له خوا يې حکم هم صادر شوى دى او ٢٠ تنه يې د کافي او بشپړو مدرکونو د نه لرلو له امله يا آزاد شوي او يا بې برائت اخستى دى.
ده زياته کړه: په تېرکال کې امنيتي ځواکونو د ٦٩٣ تنو دنيولو په ترڅ کې ٦ زره ٣٨٠ کيلوګرامه هيرويين، ١ زرو ٥١٩ کيلوګرامه مورفين، څه د پاسه ٣٢ تنه اپين، ١٨٤ ټنه چرس، څه ناڅه ٨ ټنه کيمياوي توکي، څه د پاسه ٤ زره ليتره اسيد چې د هيروينو او اپينو د جوړولو لپاره کارول کيږي؛ ترلاسه کړي او څه دپاسه ١٨ زره ليتره الکولي مشروبات هم له دغو کسانو څخه ضبط شوي دي او د افغانستان دولت پروګرام لري چې په راتلوونکو ورځوکې دا ټول توکي له منځه يوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته