سیاست

د مشرانو جرګې لومړي نايب د آبشار ولسوالۍ د اوسيدونکو غوښتنې واورېدې

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :   
د مشرانو جرګې لومړي نايب نن د خپل کار په دفتر کې د پنجشير ولايت د آبشار ولسوالۍ د يو شمېر مشرانو او سپين ږيرو غوښتنې واورېدې.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د آبشار ولسوالۍ مشرانو او سپين ږيرو د يو لړ سيمه ييز ستونزو ترڅنګ وويل:سره له دې چې پنځه کاله مخکې د آبشار ولسوالۍ د پنځه ويشت کيلو متره سړک اسفالت کول په ملي بودجه کې نیول شوی وو؛خو تر اوسه مسوولينو ددغه سړک په اسفالت کولو کې هيڅ راز اقدامات نه دي کړي چې له امله يې د دغې ولسوالۍ وګړي له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
د مشرانو جرګې لومړي نايب په دغه ولايت کې د ځينو پرمختيايي پروژو د نه پلي کېدو په تاييد سره ډاډ ورکړ چې؛ د دغه سړک د اسفالت موضوع به د اړوندو مسوولانو سره شريکه کړي.
د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي د کاپيسا ولايت د مرکز د يو شمېر مشرانو او سپين ږيرو شکايت واوريد.
په دې کتنه کې چې د دغه ولايت سناتورانو هم حضور درلود؛ دوي د حامد حق پرست د نسبتي دوسيې ته د نه لاسرسي څخه چې په غلا او قتل تورن دى، سخته نيوکه وکړه.
دوى زياته کړه:سره له دې چې هيڅ راز شواهد او اسناد چې حامد نومي د دغو مواردو په اړوند په لاس لرلو کې ښکېل وي نه شته، خو درې کاله کېږي چې دغه کس په بند کې بې ګناه شپي سبا کوي، په داسې حال کې چې مقابل لورى يې هم په وړاندې هيڅ راز ادعا نه لري او ابرا يې هم ورکړي ده.
دوى وويل، د لومړۍ محکمې پريکړې څخه شاوخوا پنځه مياشتې تيريږي خو تر اوسه دوسيه د څارنوالې له خوا محکمې ته نه ده راجع شوې او دوي په دې برخه کې د عدالت د تامين غوښتونکې شول.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې دويم نايب د تقنيني، عدلي او قضايي چارو کمېسيون ته دنده وسپارله چې موضوع وڅیړي او وپتييل شوه چې په راتلونکې ناسته کې دې اړوند څارنوالي په دې برخه کې ځواب وړاندي کړي.
پاى_ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته